د هیواد تلویزیون د پخواني خبریال رفیع الله غورځنګ جنازه او فاتحه په کندهار کي تر سره سول

راپور: محمد یار مجروح

ارواښاد  رفیع الله غورځنګ دوې ورځي مخکي د ورپيښي ناروغۍ له امله د کابل په  یوه روغتون کي ساه ورکړه.

د خدای بخښلي غورځنګ مطبوعاتي ملګري د هغه مړینه یوه ستره ځایع بولي او ورته د جنت فردوس غوښتنه کوي.

د هیواد تلویزون د پخواني ورزشي خبریال او پروډیوسر رفیع الله غورځنګ جنازه تیره ورځ او فاتحه  يې  په کندهار کي ترسره سول.

د رفیع الله غورځنګ د کورنۍ غړي وايي، چي ځوانیمرګ غورځنګ درې ورځي وړاندي له دریو ورځو ناروغي وروسته د کابل په یوه روغتون کي ساه ورکړه.

ارواښاد رفیع الله غورځنګ شاوخوا  ۷  کاله په هیواد تلویزیون او هیواد راډيو کي د ورزشي خبرونو خبریال، پروډیوسر او ۲ کاله مخکي د هیواد تلویزیون د نشراتو د مسول په توګه دنده درلوده.

د هیواد راډیو تلویزون رئیس صدیق الله خلیق هغه یو نوښتګر ځوان  یادوي اوزیاتوي، چي نوموړي د فطري استعداد پر مټ وتواند په کمه موده کي دخپلي دندي پر مهال ډیر څه وکړل.

رفیع لله غورځنګ  دوه کاله مخکي کابل ته د لوړو زده کړو لپاره ولاړی ، چي د تحصیل تر څنګ یې د ژوندون خصوصي تلویزیون سره هم د پروډیوسر او ویډیو ایډیټر په توګه کار کاوه.

د هغه مطبوعاتي ملګري ارواښاد غورځنګ د خبریالانو په منځ کي یو نوښتنګر ځوان یادوي، دوی د هغه مړینه یوه لویه ضایع بولي او هغه ته د جنت فردوس غوښتنه کوي.

خدای بخښلي رفیع الله غورځنګ په دې وروستیو کي د ولسي تړون په نوم پروګرام کي د فوټوګرافر په توګه دنده درلودل  او په تحصیلي برخه کي د حقوقو پوهنځی د دوهم کال برحاله محصیل وو چي، دوې ورځي وړاندي يې د ورپيښي ناروغۍ له امله د کابل په یوه روغتون کي ساه ورکړه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...