راپور: محمد یار مجروح
په کندهار کي د علامه حبیبي واټ د سړک جوړني چاري د کندهاروالي جنرال زلمي ویسا له خوا د پټۍ په پرېکولو سره پیل سوې.
کندهار والي وویل، دغه سړک چي ۴۰ متره بر او ۲ کیلومتره اوږدوالی لري د ۲۲ میلیونه افغانیو په لکښت جوړېږي، چې بودیجه يې د کندهار ښاروالۍ له خوا ورکول کېږي.
کندهاروالي د ښاریانو او په خاص ډول حبیبي واټ ته څېرمه د ملکیتونو له مالکینو څخه مننه وکړه، چي د ښار د ښکلا او جادو د پراخوالي لپاره يې زیانونه پر ځان وړي دي.
دغه راز د کندهار ولایتي شورا رئیس سید جان خاکریزوال هم د ښار په رغونه او ښکلا کي د خلکو ستړیاوي او هڅي وستایلي او زیاته یې کړه، چي د دغه جادې د پراخوالي لپاره خلکو خپل کورونه او دکانونه له لاسه ورکړي نو باید هغوی ته یې هم بدیل ورکول سي.
د کندهار سرپرست ښاروال محمد نسیم رضايي بیا وویل، د دغه سړک چارې به د لسو میاشتو په موده کې بشپړي سي، چي په دې کار کي چرۍ، پولچکونه او پیاده روونه هم شامل دي.
هغه وویل، د ټولو هغه خلکو لپاره چي د کورونو او دکانونو مځکي یې د دې جادې لپاره ورکړي ښاروالي به یې بدیل ورکړي.
په کندهار کې علامه حبیبي واټ د سړک تر څنګ په نورو ناحیو کي هم د سړک او چریو د جوړوني چاري رواني دي او ښاریان هم د ښاروالۍ له دې کارونو څخه خوښي څرګندوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون