د هلمند ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي تېره شپه د اووم کنډک کمانډو ځواکونو د ځانګړو عملياتو له مخي چي د هلمند ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کي يې د وسله والو پر يوه زندان ترسره کړې دي، په ترڅ کي يې ۱۰ تنه زندانيان چي ۶ ملکي وګړي او ۴ تنه پوليس دي د وسله والو مخالفينو له زندان څخه را خلاص کړې دي.
دا لومړی ځل نهدی چې افغان ځواکونه په هلمند کې د وسله والو طالبانو په زندانونو حملي کوي.
بلکې تر دې مخکې هم افغان ځواکونو د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کي د ورته عملیاتو په ترڅ کي د طالبانو له زندانه لسګونه کسان ازاد کړی و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون