په هلمند کي د ماین چاودني له امله ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 

د هملند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چي په یاد ولایت کي د طالبانو په لاس د جوړ سوي ماین چاودني له امله ۱۴کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هملند د والي ویاند عمر ځواک وویل، چي پېښه د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کي هغه مهال را منځته سوې کله چي د طالبانو یو قومندان په یو کور کي د ماین جوړولو په حال کې وو.

ځواک زیاته کړې چي د چاودنې له امله درې تنه وژل سوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

ځواک زیاتوي، د پېښې ډېری قربانبان ښځي او ماشومان دي، چې ټول یې د یوې کورنۍ غړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...