هرات: لسګونو موټر چلوونکو لاریون کړی

په هرات کي د بار وړونکو موټرو لسګونه چلوونکو د هغه څه له کبله مظاهره وکړه چي دوى د خپلو جوازسيرونو د تمديد لپاره د حکومت فشار بللى دى.

د دې مظاهرې له کبله د هرات عمومي سړک پرون شنبه تړلى و.

اعتراض کوونکي وايي، کلونه کېږي جوازسيرونه ‌يې تر وخت تېر دي او اوس د هغوى د تمديد لپاره پيسې نه ‌لري.

د والي وياند جېلاني فرهاد وايي، د بار وړونکو موټر چلوونکو دا غوښتنې غير قانوني دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...