چارواکي وایي، وسله والو طالبانو د لوګر د ازري ولسوالۍ ټولي لويي لاري بندي کړي او د دې ولسوالۍ د نیولو هڅه کوي

د ازري ولسوال حميدالله حميد وويل، چي د يو شمېر نورو سيمو تر څنګ له ننګرهار او پکتيا څخه طالبان دي ولسوالۍ ته ورغلي او له تېرو درېيو ورځو راهيسې یې ټولي لويي لاري تړلې دي.

هغه زياته کړه، طالبانو د دې ولسوالۍ د نيولو هوډ کړى، هر څه يې پر دوی بند کړي دي.

د هغه په خبره دوی د محاصرې په حال کي دي، پر ځينو پوستو یې بريدونه پيل کړي چي افغان ځواکونه يې پر وړاندي کلک مقاومت کوي.

ولسوال وايي، له کومي ورځي چي طالبانو لاري بندې کړې دي، د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو کي د خوراکي او نورو توکو بيې هم لوړې سوې دي.

خو د لوګر د والي وياند شمشاد لاروى بيا وايي، چي په ازره کي ستونزي سته او طالبان نه سي کولاى دغه ولسوالۍ ونيسي.

په ورته وخت کي طالبانو هم دغه موضوع تاييد کړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...