راپور: جاوید احمد سمسور
د کندهار هوايي لوا چارواکي وايي، په کندهار هوايي ډګر کي پيلوټان د امریکا د هوايي اکاډمۍ په کچه روزل کیږي.
د روزنې په دغه لړۍ کي نهه تنه د بلک هاک الوتکو پيلوټان او اته تنه نښه ویشتونکي تر شاوخوا شپږ میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ سوه.
د کندهار د هوايي ځواکونو قوماندان تورن جنرال عبدالرازق شیرزی وايي، چي د کندهار هوایي لوا د هیواد او نړۍ په سطحه د نظامي پیلوټانو په روزنیز مرکز بدله سوې او د پیلوټانو دغه روزنه په ښه ډول روانه ده.
هغه وايي، دغه لوا ته د اې ۲۹ الوتکي کنډک هم راغلی او هوايي ځواک يې په ټول زون کي پروازونه کوي.
دغه راز د امریکايي هوايي ځواکونو قوماندان هم وايي، کندهار هوايي لوا ورځ تربلي پرمختګ کوي او هوايي ځواکونه یې نوي مهارتونه زده کوي.
هغه وویل، د امریکا نوي ستراتیژۍ د افغان هوايي ځواک سره ډېره مرسته کړې او د هوايي ځواکونو وړتیاوي زیاتیږي.
فارغ سوي پیلوټانو هم وايي، اوس کولای سي چي له الوتکو څخه د شپې او ورځي کار واخلي او د مځکنیو ځواکونو سره مرسته وکړي.
افغان چارواکي وايي، چي افغان هوايي ځواکونو ته به د درو کلنو په موده کي ۴۶ باله بلک هاک الوتکي د امریکا له خوا ورکړل سي چي ۲۶ به یې جنګي وي او پاته نوري به یې اکمالاتي وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون