پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، چي پاکستان غواړي د امریکا په مالي مرسته پر ډیورنډ کرښه اغزن تار وغځوي

 

د پخواني ولسمشر له دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي ”د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د يورند کرښې په اوږدو کي د پاکستان له خوا د اغزن سیم د غزولو لپاره له دغه هېواد سره د امریکا د متحده ایالاتو له ۱۵۰ میلیون ډالري مرستي اندېښنه څرګنده کړه او د امریکا دغه کړنه یې په کلکو ټکو وغندله. “

هغه زیاته کړه د امریکا متحده ایالات له یوې خوا ځان د افغانانو متحد او ملګری بولي او له بلې خوا په خپل دغه عمل سره د افغانستان ارضي تمامیت تر پښو لاندې کوي او د ډیورنډ په دواړو غاړو کي د افغانانو د بېلولو لپاره د پاکستان د تګلارې مرسته کوي.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي کرزي په حواله راغلي چې د ډیورنډ پر کرښي د اغزن سیم د غزولو لپاره له پاکستان سره د امریکا دغه مادي مرسته د افغانستان د خپلواکي او ملي ګټو په خلاف عمل دی.

هغه زیاته کړه ”ټول نړیوال دې په دې پوه سي چې د انګریزانو د استعمار په لاس د ډیورنډ تحمیلي کرښه، د افغانستان خلکو نه پخوا منلې، نه یې اوس مني او نه به یې هم په راتلونکي کي ومني. “

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...