ایراني رسنۍ وایي، چي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او همدا راز د ترانسپورت وزارت یو پلاوی تېره ورځ چابهار بندر ته تللی دی او په دغه بندر کې یې له روانو چارو لیدنه کړې ده.
افغان پلاوي دغه بندر د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو اقتصادي پرمختګ او ودې ته خورا مهم بللی دی.
د ایران د بندرونو او لارو د ادارې مشر هم له دغه پلاوي سره ملتیا کوله.
بهروز اقايي ویلي، چابهار بندر د هند له سمندر سره د منځنۍ اسیا د هېوادونو د اتصال لپاره خورا مهم دی او افغانستان ته په کار ده، چي د خپل ځان د پرمختګ لپاره له دغه بندر ډېره ګټه پورته کړي.
دده په خبره د افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادي ودي لپاره د چابهار بندر جوړېدل او فعالیت غوره فرصت دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون