راپور: جواد داوري
د هلمند اوسیدونکو د جګړې له دواړو لورو غوښتنه وکړه ، چي د لوی اختر په مناسبت په افغانستان کي د دایمي اوربند په هڅه کي سي ، ترڅو بین الافغاني سولي ته زمینه برابره سي.
دوی وویل، چي دلته علما او مخور راټول سوي دي ، ترڅو د علماو د فتوا تطبیق سي او د جګړې لوري خپل تر منځ روغه وکړي.
دوی وویل، د سولي لپاره اوس تر بل هر وخت ښه زمینه برابره سوې ده ، باید افغانان دغه چانس له لاسه ورنه کړي ، پخپل ګډون سره د سولي د خبرو د پیل لپاره هلي ځلي وکړي.
د غونډي ویناوالو د ګاونډیو هیوادونو پر علماو هم ږغ وکړ، چي دافغاني سولي د ټینګښت دپاره خپل اسلامي مسٔولیت ترسره کړي هغه وسله والي ډلي چي د افغانستان په بهر کي روزل کیږي مخه یې ونیسي.
د هلمند ولایتي شورا ریٔس عطاالله افغان د حکومت د سولي له دریځ څخه ملاتړ وکړ پر سیاسي ګوندونو او مدني حرکتونو يې نیوکه وکړه چي د افغانستان د سولي په پروسه کي يې ځاني مسٔولیت نه دی ترسره کړی.
په دا په تیر یوه میاشت کي د سولي د ټینګښت څلورمه ناسته ده چي جوړیږي.
تر دې وړاندي د ګرشک ولسوالۍ اوسیدونکو هم په راتلوونکي اختر کي دسولي د مذاکراتو او اوربند غوښتنه کړې وه.
د سولي شورا چارواکي وايي، په یوشمیر نورو ولسوالیو کي هم خلک د ورته غونډو د جوړیدو هوډ کړی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون