د غوڅ ملاتړ ماموریت له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د برید په ترڅ کي د ناټو درې سرتېري وژل سوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چي د برید په ترڅ کي یوه امریکایي سرتیری او دوه افغان پوځیان هم ټپیان سوي دي.
په خبرپاڼه کي د پیښي د ځای په اړه څه نه دي ویل سوي.
په همدې حال کي د پروان ولایت کي سیمه ییز چارواکي وایي پیښه نن سهار د خلازي په سیمه کي رامنځته سوې ده.
د پروان والي ویاندې وحیده شهکار وایي پیښه نن سهار شاوخوا ۶ بجې رامنځته سوې ده.
وسله والو طالبانو د برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون