ارګ ویلي، چي ولسمشر غني پرون ماښام په شهید محمد داوود خان روغتون کي په ګردېز ښار کي پر خواجه حسن جامع جومات د تروریستي برید د ټپیانو، پوښتنه وکړه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ټپیانو د پوښتني پر مهال د یاد روغتون معالجو ډاکټرانو د بستري ټپیانو د روغتیايي وضعیت او د درملني د څرنګوالي په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.
د ارګ ماڼی په وینا، ولسمشر غني د شهید محمد داوودخان روغتون مسٔوولینو ته لارښوونه وکړه چي د ټپيانو دجدي څارني او درملنې په برخه کې خپلي هڅې درېغ نه کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون