راپور: غلام فاروق رسولي
هرات چي د هیواد په کچه تر کابل ورسته د ځمکي لاندی اوبو د ستر کمښت سره مخ دی، د حکومت د بې غورۍ له کبله دا ستونزه ورځ تر بلي مخ پر ډيریدو ده.
د هرات ولایت د اوبو رسوني چارواکي وایي، په تیرو څو کلنو کي د وچکالۍ او د خلکو له لوري د ژور څاګانو کیندني له کبله د دې ولایت د ځمکي لاندي اوبو کچه تر اوه متر ډيره کښته تللې ده.
ښاغلی راتب همیم وایي، که د خلکو له لوري د ځمکي لاندي اوبو د راکښلو مخه و نه نیول او حکومت هم د ځمکي لاندی اوبو د بیرته تغذیې او ډيرولو اقدام ونه کړي هرات ولایت به په نږدې راتلونکي کي د اوبو د ستر کمښت سره مخ سي.
د بلي خوا د هرات ولایت ځایي چارواکي هم د ځمکي لاندی اوبو کمښت د اندیښنې وړ بولي خو وایي، د پاشدان د اوبو بند په تړل کیدو سره چي کارونه به یې په نږدې راتلونکي کي پیل سي د هرات ولایت د ځمکي لاندی اوبو دکمښت ستونزه به تر ډيره هواره کړي.
د پاشدان د اوبو بند چي د هرات ښار و شمال ختیځ لورته ته د کرخ په اولسوالۍ کي جوړیږي باید چاري یې پنځه کاله وړاندی بشپړي سوي وای خو د ځینو ستونزو له کبله یې کارونه اوس په ټپه ولاړ دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون