د ګردېز په پرونۍ حمله کي د پکتيا د طبيعي پېښو سره د مبارزې رئیس هم وژل سوی دی

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت رسنیو ته ویلي،  چي په خواجه حسن جومات په ځانمرګي بريد کي ۲۹ کسان وژل سوي او ۸۱ نور ټپیان سوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

“د پکتيا له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس هم په شهیدانو کې شامل دی، تر اوسه د نورو دولتي کارکوونکو د وژل کېدو په اړه معلومات لاس ته نه دي راغلي خو عبادت ځایونه او جوماتونه هغه ځایونه دي چي خلک عموماً پرته له توپيره هلته راټولېږي.”

ولسمشر محمد اشرف غني او ملګرو ملتونو دا حمله غندلې ده.

که څه هم تر اوسه کومي ډلي د دې حملې مسئوليت نه دی منلی خو په پکتيا کي طالبان او حقاني سخت دريځي ډېر فعال دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...