راپور: محمد یار مجروح
چارواکي د تېرو کلونو په شان په سعودي عربستان کي د کندهار د حاجيانو لپاره د امکاناتو د برابرولو خبره کوي.
د کندهار د حج او اوقافو رئيس محمد عمر اخندزاده وايي، سږکال ۲۲۰۰ کسان د حج لپاره ځي خو کېدای سي دا شمیره زیاته سي ځکه په دې کي هغه کسان نه دي شامل چي فوق العاده سهم یې له ادارو څخه اخیستی دی.
له دې ډلي څخه د کندهار برخه ۱۰۸۲ کسان دي، چي ۴۹۵ کسان يې فوق العاده دي.
د حج او اوقافو رئيس وايي، لومړی پرواز له روزګان څخه سوی او وروستی به له کندهار څخه کیږي.
د کندهار د حج اوقافو رئیس عمر اخندزاده وایي ، سعودي عربستان ته یې د حاجیانو د انتقال لپاره سږ کال پوره چمتوالی نيولي او په حاجي کمپ کي يې د اوسېدلو ټول سهوليتونه اماده کړي.
نوموړی وايي ، په سعودي عربستان کي یې د حجانو د استوګني د ځايونو او ترانسپورټ ستونزه هم هواره کړي.
د حج او اوقافو مسٔولین پر داسي مهال حاجیانو ته د اسانتیاوو رامنځ ته کولو خبري کوي چي حاجیان هر کال په سعوري عربستان کي له ستونزو څخه شکایتونه کوي او وايي، حتي هلته یې د اوسېدو ځای هم معلوم نه وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون