وسله والو طالبانو د سړک جوړوني شرکت له ۴۴ کارکوونکو څخه ۱۳ کاریګر خوشي کړي دي

راپور: محمد یار مجروح

وسله والو طالبانو د کندهار د ښوراوک او سپین بولدک تر منځ د سړک جوړوني د شرکت له ۴۴ کارکوونکو څخه ۱۳ تنه  د دوشنبې په شپه خوشي کړي دي.

د کندهار د ښوراوک – سپین بولدک د سړک جوړوني شرکت یو کارکوونکی حزب الله وايي، چي دوی د طالبانو سره کومه اړیکه نه وه نیولې او دغه کاریګر د قومي مشرانو په همکارۍ د طالبانو له بنده راخوشي سوي دي.

هغه وايي، د دوی د معلوماتو له مخي کېدای سي وسله وال طالبان نور بندي کاریګر هم ژر خوشي کړي.

خوشي سوي کسان هم د خوشحالۍ په څرګندولو سره وایي، چي د طالبانو له خوا کوم ناوړه چلند نه دی ورسره سوی.

د دوی په خبره، د طالبانو له خوا د پاته کسانو د خوشي کېدو ډاډ هم ورکول سوی دی.

دوی وايي، طالبانو یوه نامعلوم ځای ته بیولي وه او له څو اونیو پلټنو وروسته یې خوشي کړل.

د پاته کسانو د کورنۍ غړي هم له طالبانو څخه د نورو نيول سوو کسانو د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

چارواکو مخکي ویلي وه چي طالبانو دغه کارکوونکي د ډیورنډ کرښې هاغاړي ته د ګلستان په سیمه کي ساتل.

خپله وسله والو طالبانو د خوشي سوو کسانو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...