راپور: محمد یار مجروح
دبشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې ورستیو کي د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري د زورواکانو نیول پر ځای بولي، خو زیاتوي چي د زورواکانو یا غیرمسٔول وسله والو د نیولو پر مهال باید له هغوی سره انساني چلند وسي.
د بشري حقونو عمومي رئیسي کندهار ته د خپل سفر پر مهال وویل هغه کسان چي د نورو خلګو حقونه تر پښو لاندي کوي باید د قانوني اصولو له مخي ونیول سي او د نیولو پر مهال انساني چلند ورسره وسي.
هغې زیاته کړه ، چي د نظام الدین قیصاري اړوند دوی ته یوازي څلور قضيې ثبت سوي چي په خبره يې حکومت باید د هغه په اړه هر څه خلګو ته روښانه کړي.
د بشري حقونو عمومي رئیسي همدا راز زیاته کړه چي د یو شمیر نوماندانو په اړه هم دوی ته شکایتونه سوي، چي دوی به يې د انتخاباتو د شکایاتو کیمسیون ته وسپاري او هغوی به يې په اړه تصمیم نیسي.
ویل کیږي، ولسي جرګې ته د یو شمیر نوماندانو نومونه د بشري سرغړونو له امله د نوماندۍ له لسیت څخه ایستل کیږي.
دبشري حقونو کمېسیون وايي، د نیول سوو زورواکانو اړوند باید افغان حکومت هر څه خلګو ته روښانه کړي او هغو کسانو چي جرم کړی باید له خلګو بخښنه وغواړي او بیا جرمونه ونکړي.
یادي څرګندوني د بشري حقونو مسوولینو په کندهارکي د بشري وضیعت اړوند د بشري حقونو د راتلونکي پنځه کلن ستراتیژیک پلان په اړه د خلګو د نظر غوښتني په غونډه کي وکړې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون