د کندهار ښار په نهمه ناحیه کي د ۹۷ زره ډالرو په لګښت د سولر بریښنا سیسټم د جوړیدو چاري پیل سوې

راپور: سید حمید هاشمي

د کندهار ښاروالۍ تیره ورځ د ښار د نهمي ناحیې د لويي ویالي پر دواړه غاړو د سولر بریښنايي د پایو د نصب پروژه پیل کړه.

کندهار والي زلمي ویسا وویل، چي پر دې پروژه ۹۷ زره اډالر لګښت راځي چي د نړیوال بانک لخوا ورکول کیږي.

نوموړی وايي، ددې پروژې په مرسته به په یاده سیمه کي د سولر بریښنا سیستم فعاله سي او دغه سیمه به د شپي له خوا له روښنايي برخمنه سي.

بلخوا د ښار په څلورمه ناحیه کي تیمورشاهي پارک د خلکو پر مخ پرانستل سوه.

د کندهار سرپرست ښاروال محمد نسیم رضايي وايي، چي پر دغه پارک ۷۳ زره ډالره مصرف سوي او په نهو میاشتو کي يي کارونه پای ته روسیده.

پر همدې مهال د کندهار د ولایتي شورا ریٔس سید جان خاکریزوال وايي، هر پروژه باید په ښه کیفیت پیل سي تر څو ګټه يې دایمي خلکو ته ورسږي.

هغه وویل، دوی د ټولو پروژو نظارت کوي او هر پروژه چي کیفیت يې ښه نه وي دوی يې مخه نیسي.

کندهار ښاروالي چارواکي وايي، هڅه کوي تر څو د ښار ټولو برخو ته  متوازن انکشاف له لاري خپل خدمات ورسوي خو دوی له خلکو غواړي چي د ښار په پاک ساتلو کي له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...