راپور: خدیجه اشرفي
دوی وایي، په دې ولایت کي د ټاکنو پر سر د راولاړو سویو اختلافاتو د حل په برخه کي باید له مرکز څخه یو با صلاحیته پلاوي راسي او ورته د پای ټکی کیږدي.
دلته په غزني ښار کي لسګونه مدني فعالان، ځوانان او کوچیان د ولایت مقام ادارې مخ ته راغونډ سوي او غواړي څو حکومت له نورو ولایاتو سره هم مهاله دي ولایت کي هم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکي ترسره کړي.
هغوی وایي، په ټاکنو کي ورته څلور میاشتنی ځنډ د منلو وړ نه دی او د ټاکنو پر سر راولاړ سوي اختلافات باید ژر تر ژره د حکومت او ټاکنو کمیسیون لخوا حل سي.
دغو مدني فعالانو ټینګار وکړ څو حکومت او سیاسي کړۍ نباید د غزني پر ټاکنو سیاسي او مصلحتي معاملي ترسره کړي.
د یادوني وړ ده چي په غزني کي د ټاکنو پر حوزوي کیدو له تیرو دوو میاشتو راهیسي اختلافات روان دي چي له کبله یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان کړی چي ممکن د دې ولایت ټاکني ترڅلورو میاشتو پوری وځنډیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون