په یونان کي اورلګیدني لږ تر لږه ۵۰ کسان مړه کړي دي

 

د یونان دولتي سرچینې وایي، چي د یاد هېواد د ځنګلونو په بېلابېلو برخو کي د اورلګېدني له امله لږ تر لږه ۵۰ کسان مړه سوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخي د اطفایي سلګونه مامورین د اور کنټرولولو په هڅه کي دي خو ویل کېږي، چي د اور کنټرول د دوی له وسه وتلی او نړیوالو مرستو ته سخته اړتیا لري.

راپورونه ښيي، چي پلازمیني اتن ته څېرمه سلګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ سوي دي.

د یونان لومړي وزیر الکسیس سیپراس خبریالانو ته ویلي، دوی د اور مهارولو لپاره ټول امکانات پر لاره اچولي دي.

ویل کېږي چي ډېری زیان په ماتي سیاحتي سیمه کي اوښتی دی.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...