د تحریک طالبان پاکستان ډلي په رسمي ډول د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کي خپل پخواني مشر مولوي فضل الله وژل کیدل تائید کړي او ویلي دي، چي مفتي نورولي محسود د مولوي فضل الله د ځای ناستي په توګه د دې ډلي له خوا ټاکل سوی دی.
مولوي فضل الله او څلور نور ملګري یې د روان لمریز کال د غبرګولی په ۲۳ مه شپه د افغانستان د کونړ په ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل سوي وو.
اسلام اباد وايي، د تحریک طالبان پاکستان مشران د افغان حکومت تر کنټرول بهر سرحدي سیمو څخه په پاکستان کي تروریستي بریدونه تنظیموي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مولوي فضل الله په سر د پنځه میلیونو امریکايي ډالرو انعام هم ایښی وو.
مولوي فضل الله په ۲۰۱۳ کال کې د تحریک طالبان پاکستان د مشر په توګه ټاکل شوی وو.
د مولوي فضل الله له وژل کیدو وړاندې د تحریک طالبان پاکستان دوه نور مشران د افغانستان په سرحد کې په وزیرستان کې، چې د دغې ډلې د جوړیدو ځای هم دې، د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي وو
د تحریک طالبان پاکستان د ډلي نوی مشر مفتي نورولي، چې د ابو منصور عاصم په نوم هم شهرت لري، د دغي ډلي د اعلامیې له مخي د تحریک طالبان پاکستان د ټولو مشرانو له خوا ورته بیعت سوی دی.