د ولسي جرګې غړي وايي، چي له امریکا سره سته تړونونو افغانستان ته ګټه نه ده رسولې

 

د ولسي جرګې غړو وویل، چې د افغانستان په ډېری ولایتونو او ولسوالیو کې هره ورځ جګړې روانې دي او لسګونه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوړي.

ددوی په خبره له دې ټولو روانو خونړیو جګړو سره سره د حکومت مشران په سطحي مسایلو لګیا دي او اصلي ستونزې ته متوجه نه دي. دوی وویل، چي د حکومت د بې کفایتۍ له امله هره ورځ افغانان د ویر پر ټغر کښېني او ددې اړتیا ده، چي په ډېره جدي توګه د روان وضعیت د کابو کولو لپاره اقدام پيل سي.

وکیلانو همدا راز وویل، روانو نا امنیو او جګړو ته په پام دا ثابته سوې چي له امریکا او نورو هېوادونو سره د افغانستان ستراتيژيک تړون هېڅ ګټه نه ده کړې او باید له سره کتنه ورباندې وسي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي هم وویل، چي له دغه تړونونو د ګټه اخیستنې په برخه کې افغان حکومت ناکام دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...