یوناما ویلي، چي ملکیانو ته په هر ډول شرایطو کي د مرګ ژوبلي اړول منع دي او باید ښکېلي خواوې د ملکیانو ژوند ته پاملرنه وکړي.
د پیښي په اړوند د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وايي، چي
په دې پېښه کي ټول اته بریدګر ووژل سول او لس تنه چي په دې کي د مستوفیت مامورین، امنیتي سرتېري او عام وګړي شامل وو، شهیدان سول او ۴۲ تنه ټپیان سوي چي دولس يې تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت کړای سوي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دا برید غندلی او ویلي یې دي، چي افغان پوځیان ترهګر ځپي او د ورانکاریو مخه یې نیسي.
د حملې مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت ډلي منلی او ویلي دي، چي د دوی څلورو وسله والو د ننګرهار پر مستوفیت حمله کړې او زیات شمېر دولتي مامورینو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون