د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چي شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې یو شمیر وسله والو د دغه ولایت په مرکز د جلال اباد په ښار کي د مستوفیت پر ودانۍ ډله ییز برید کړی، چي د وسله والو بریدکوونکو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه لا روانه ده.
تراوسه د برید له ځایه څلور مړي او تر شلو ټپیان روغتون ته لیږدول سوي دي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د دغه برید په پیل کې د مستوفیت د ودانۍ مخ ته دوه چاودني سوي او بیا د بریدکوونکو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته پیل سوې، چي لا روانه ده.
تراوسه کومي ډلي د دغه برید مسٔولیت نه دی اخیستی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون