د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، حکومت د کارګرو د وضعیت ښه کولو ته خاصه پاملرنه نه کوي

راپور: محمد یار مجروح

یاد کیمسیون زیاتو، چي اوس هم په ډیری دولتي ادارو کي د کارګرو حقونه تر پښو لاندي لاندي کیږي او ان د هغوی معاشات لا هم نه ورکول کیږي.

د مۍ میاشتي لومړۍ نېټه چي د کارګرو نړیواله ورځ ده په افغانستان او د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

د کارګرانو د نړیوالي ورځي له را رسېدو سره، افغان کارګران د کار له نشتوالي او د معاشاتو له کمښت څخه شکایت کوي.

په کندهار کي د بشرحقونو خپلواک کیمسیون مسٔوولین وايي، په افغانستان کي د کارګرو حقونو ته خاصه پاملرنه نه کیږي.

د بشر حقونو د تعلیماتو مسٔوول محمد موسی معلم وايي، کار د هر کس حق دی خو افغان دولت نه دی توانیدلی چي ټولو کارګرانو ته د کار زمینه برابره کړي.

ښاغلی معلم زیاتوي چي کارګرو د دولت د نه پاملرني له امله خصوصي سکټور ته مخه کړې او له همدې لاري پيسې ګټي.

د ده په خبره دا مهال په کندهار کي ډیری کسان په زراعت او سوداګرۍ بوخت دي.

دی زیاتوی، چي دولت باید د کارګرانو کورنۍ ته په کتو معاش ورکړي، تر څو د کاریګرانو ستونزي حل سي.

په افغانستان کي روانو جګړو له خلګو هر څه اخیستي او د کارګرو د بې کاري ستونزه لا هم پر ځای پاته ده.

د نظر خاوندان په هېواد کي بې‌ کاري یوه لویه ستونزه ګڼي او وايي، که افغان حکومت دغې ستونزې ته پاملرنه ونه ‌کړي، د کاریګرو ستونزې به زیاتې او په یوه ناورین بدلې سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...