راپور: اجمل وصال
په روزګان کي خبریالان او د مدني ټولنو غړي په دې وروستیو کي د خبریالانو پر وژني خواشني دې او وایي، چي دولت نه دی توانیدلی چي د هغوی امنیت خوندي کړي.
دغه څرګندوني تیره ورځ په مرکز ترینکوټ کي د کابل او خوست ولایتونو د پرونيو پیښو د قربانیانو د فاتحي په مراسیمو کې وسوې.
په روزګان کي د ځایي خبریالانو، مدني فعالینو او قومي مشرانو لخوا په پلازمینه کابل او خوست ولایت کې د پرونیو پیښو له امله د لسو وژل سوو خبریالانو فاتحه واخیستل سوه.
د فاتحي دیادو مراسیمو وروسته د یوې اعتراضي غونډي پرمهال نیوکه وسوه چي دولت د خبریالانو د ژوند خوندي کولو په برخه کي پاته راغلی او کړي ژمني یې نه دې عملي کړي.
خبریالانو په کابل او خوست کي د وژل سوو او ټپي خبریالانو د عاملینو د نیولو غوښتنه وکړه او پر حکومت یې ږغ وکړ چې په دې برخه کي خپل مسٔوولیت ترسره کړي.
روزګاني مدني فعالین او قومي مشران هم په دې وروستیو کي د خبریالانو پر وړاندي روان تاوتریخوالی د اندیښنې وړ بولي او د ښکیلو خواو غواړي چي خبریالانو د سپر په توګه ونه کاروي.
تیره ورځ په پلازمینه کابل او تر هغه وروسته په خوست ولایت کي د بیلابیلو پیښو پرمهال د یوشمیر رسنیو تر لسو پوري خبریالان ووژل سوه او یوشمیر نور ټپیان دي چې په لوی شمیر د خبریالانو وژنه په کور دننه او بهر وغندل سوه او د عاملینو د سزا غوښتنه یې وسوه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون