په کندهار کي میشت کوچیان له ستونزو کړیږي او له دولت څخه د خپلو حقوقو غوښتنه کوي

راپور: بشیر احمد فیضان

دوی وايي، کلونه وچ دي او کم څاوري يې دکورنیو کمه پانګه ده.

کوچیان زیاتوي، که دولت امکانات ورکړي دوی به په ټاکنو کي هم ګډون وکړي.

له تعلیم څخه پاته د ژوند کم سهلتونه او ستړی ژوند یوازي په دغه څيرو کي محسوسیږي.

هغه څيرې چي خپل ټول ژوند  یوازي د ټوکرانو تر سایوان  (خیمو) لاندي تیروي.

پر خاورینه دایره دغه جوړ سایوان د انسانانو د ژوند او یوي کورنۍ حریم تشکیلوي.

په دې خیمه کي یوه مسقیله کورنۍ ژوند کوي.

پر خپل ژوند يې قناعت کړی او تر ډيره له ژوند څخه راضي دي.

انسان سره له دي چي ټولنیز موجود دی او ټولنیزي اړتیاوي لري خو دا طبقه لا د ژوند لمړني امکانات هم نه لري.

په دې انساني کُره کي څوک هرڅه خو څوک بیا د ژوند او روغتیا امکانات هم نه لري.

په اسلامي نړۍ کي د خلکو ترمنځ د امکاناتو شریکول یوه فرضه بلل کیږي خو دغه اصل له پامه غورځول سوی.

دولت د خلکو ترمنځ د توازن مسؤلیت لري خو دغه ډله خلک وايي، له دولتي لوري ورته امکانات په واک کي نه ورکول کیږي.

په کندهار کي مېشت کوچیان امکانات غواړي او زیاتوي چي روانو وچکالیو يې ژوند تریخ کړی او هر څه يې وچکالیو اخیستي.

د کندهار د کوچیانو امریت تر ډيره د کوچیانو ستونزي مني خو خپل کم امکانات د هغوي د شکایت برخه بولي.

میزا محمد احمدزی وايي، هڅه کوي چی د کوچیانو ستونزو ته تر یو ځایه رسیدګي وکړي.

هغه وايي، کوچیان زیات او ددغه ادارې امکانات کم دي چي په یوه وخت کي د هغوي مشکلات نه سي هوارولای.

تر دې ورها خوا کوچیان وايي، په راتلونکو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو کي هم ګډون کوي خو په دي شرط چي دولت يې غوښتني ومني.

دوی وايي، پاکي اوبه ،روغتیا او د اولادونو لپاره يې ښونځي د غوښتونو اساسي برخي دي.

کوچیان وايي، تذکري يې د مختلیفو سیمو اخیستي خو د استوګنېدو لپاره يې د کندهار محیط انتخاب دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...