راپور: سید حمید هاشمي
د قربانیانو کورنۍ په یاده برید کي یولس کوچینان وژل سوي او لس کسان نور ټپیان سوي دي چي باید حکومت ورسره مرسته وکړي.
دغه برید د دوشنبې سهار مهال پر بهرنیو ځواکونو تر سره سو.
دا د کندهار په دامان ولسوالۍ کي د ملا عبدالله کلی دی چي تیره ورځ پکښي پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید وسو، چي پر مهال د بهرنیو ځواکونو تر څنګ زیاتو ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اړولي ده.
د پیښي عیني شاهدان وايي، چي چاودنه هغه وخت وسوه کله چي د بهرنیو ځواکونو او د کلي د مشرانو تر منځ یوه غونډه روانه وه.
د دوی په خبره چي په یاده چاودنه کي یولس کوچنیان وژل سوي او لس کسان نور ټپیان سوي دي.
پر همدي مهال نعمت هغه کس دی چي په ځانمرګي برید کي يې دوه زامن او څلور نور د کورنۍ کوچنیان وژل سوي دي.
بلخوا د سیمي مشران او اوسیدونکي وايي، چي د ځاني تلفاتو تر څنګ دوی ته شاوخوا شپیته لکه افغانۍ مالي زیان رسیدلی دی، چي باید حکومت د دوی سره مرستي وکړي.
دغه راز دوی پر وسلوالو طالبانو ږغ کوي چي پر ملکي خلکو او ځایونو د بریدونو څخه لاس واخلي.
دغه ځانمرګی برید تیره ورځ سهار شاوخوا لس بجې د د دامان د ملا عبدالله په کلي پر رومنیايي ځواکونو سوی.
بهرنیو ځواکونو په یوه بیان کي وویل، چي په یاد برید کي اته رومنیايي سرتیري ټپیان سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون