د کندهار خبریالانو یو ځل بیا د حکومت څخه د عبدالمنان ارغند د اصلي قاتلینو د نیولو غوښتنه وکړه

راپور: سید حمید هاشمي

د دوی په خبره یو شمیر نور خبریالان هم تر امینتي تهدید لاندي دي او که حکومت د دوی امنیت ونه ساتي نو دوی به خپل پریکون ته دوام ورکړي.

د کندهار خبریالانو تیره ورځ یو ځل بیا د شهید عبدالمنان ارغند لپاره د قرانکریم ختمونه وکړه.

د کندهار د پریس کلب مشر جاوید تنویر وايي، چي عبدالمنان ارغند د تیرو یو نیمي میاشتي راهیسي تر تهدید لاندي وو او په دې اړه يې امینتي ادارو ته هم خبر ورکړی وو ، ولي هغوی يې د امنیت ټینګولو په برخه کي لازم اقدام نه دی اخیستی.

په کندهار کي د ني یا ازادو رسنیو  د ملاتړ اداري مشر سمیع غیرتمل وویل، چي حکومت تر اوسه د عبدالمنان ارغند اصلي قاتلین نه دي نیولي او د دوی غوښتني يې نه دي پوره کړي.

هغه وویل، د ارغند په څیر یو شمیر نور خبریالان او رسنۍ هم د وسلوالو تر امنیتي تهدید لاندي دي چي امینتي ادارې باید په دې برخه کي جدي پاملرنه وکړي.

خو په کندهار کي د خبریالانو د خوندیتوب کمیټي مشر احمد لودین له ولایتي مسٔولینو يې وغوښتل چي د شهید ارغند له کورنۍ سره مرسته وکړي.

هغه دغه راز وویل، تر څو چي د خبریالانو غوښتني نه وي منل سوي نو د حکومت او وسلوالو مخالفینو سره به خپل پریکون ته دوام ورکړي.

که څه هم د تیري ورځي په غوڼده کي د کندهار ولایتي اداري او امینتي چارواکو پر عبدالمنان ارغند د یوه برید کوونکي د نیولو خبر ورکړی او د خبریالانو څخه د پریکون ماتولو غوښتنه وکړه خو خبریالانو يې غوښتنه ونه ومنل او ددوی د امینت په برخه کي يې اړینو ګامونو د اخیستو غوښتنه وکړه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...