د فرانسې او ایران ولسمشران وايي، چي د اټومي موافقې په اړه به په ګډه هڅي کوو

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ پرون وویل، جمهور رئیس امانوئل مکرون خپل ایراني سیال حسن روحاني ته پیشنهاد وکړ چي په اټمي موافقه کي باید د درې اړینو موضوع ګانو د ور زیاتولو په اړه خبرې وسي.

الیزې ماڼۍ ویلي، ولسمشر مکرون ویلي، چي د ایران د بالستیک توغندیو، له ۲۰۲۵ میلادي کال وروسته د ایران د اټمي فعالیتونو او په منځني ختیځ کي د اساسي شخړو مسئلې هم باید د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې په چوکاټ کې د راوستلو لپاره خبرې وسي.

خو د ایران ولسمشر جمهور رئیس مکرون ته ویلي دي چي اټمي موافقه باید په دقیق ډول هغه شان پاته سي، څرنګه چي اوس ده.

د ایران د حکومت ویاند ویلي، دي چي روحاني مکرون ته په ډاګه کړې ده چي تهران به له خپلو ژمنو ور اخوا نور محدودیتونه ونه‎ مني.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...