د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر له لورې رسنیو ته په استول سوې خبرپاڼه کې راغلي، چي حامد کرزی په کابل، ننګرهار او کندهار کي ننني تروریستي بریدونه په کلکو ټکو غندي.
په خبرپاڼه کي راغلي، چي پخوانی ولسمشر حامد کرزی دغه بریدونه چي د خبریالانو، ښځو او ماشومانو په ګډون یې ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار، بشري ضد جنایت او د ټولو انساني او اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف عمل بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
حامد کرزي د یادو پېښو د قربانیانو کورنیو ته خپلي ژورې خواشینۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون