د کابل ښار په شش درک سيمه کي د دوو پرله پسې ځانمرګو بريدونو له امله تر اوسه پورې روغتونونو ته ۲۹ جسدونه او ۴۵ ټپيان لېږدول سوي دي چي یو شمېر خبریالان هم پکښي شامل دي

دغه بريدونه په شش درک سيمه کي د ملي امنيت له يوه رياست سره نږدې رامنځته سوي دي.

امنيتي چارواکي وايي، چي لومړی ځانمرګی بريد نن سهار شاوخوا اته بجې د موټرسايکل بم په وسيله وسو او دويم بريد څو دقيقې وروسته په همدې سيمه کي هغه مهال رامنځته سو چې خلک د لومړۍ چاودني د وژل سوو کسانو او ټپيانو په لېږدولو بوخت وه.

د عامې روغتيا وزارت وايي، چي تر اوسه له دواړو پېښو د کابل ښار روغتونونو ته ۲۹ وژل سوي او ۴۵ ټپيان ور وړل سوي دي، بلخوا په یاده پیشه کي ۹ تنه خبریالان وژل سوي او ۶ تنه نور بیا ټپیان دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، چې دوهم ځانمرګي د خبریالانو له لباسه په کار اخیستني چې ویډیو کمره هم ورسره وه د خبریالانو او مرسته کوونکو ډلې په منځ کې ځانته چاودنه ورکړې ده.

د رسنیو د ملاتړ بنسټونه وايي، چي د دغه پيښي عاملین دي ونیول سي او نړیوالي محکمې ته دي وسپارل سي.

د پېښو مسؤلیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخېستی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...