لږه شېبه وروسته په همدې سیمه کې یو بل ځانمرګي د خبریالانو هغه ډله په نښه کړه چي د لومړي برید پوښښ لپاره راټول سوي وه.
په وژل سویو کسانو کي ۹ تنه خبریالان وه چي له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو رسنیو سره یې دندې درلودې.
زموږ همکار د وژل سوو کسانو ژوند لیکونه چمتو کړي.
دا هغه خبریالان وه چي د بېلابیلو کورنیو او نړیوالو رسنیو سره یې کار کاوه.
شاه مری فیضي
د فرانسې خبري اژانس (AFP) عکاس و چي له شلو کلونو راهیسې یې افغانستان کي د سیاسي او ټولنیزو پېښو په اړه عکاسي کوله.
نوموړی افغانستان کي د عکاسۍ له ډېرو تجربه لرونکو خبریالانو څخه و.
یار محمد توخی
د طلوع تلوېزیون عکاس او وېډیو خبریال وو، چي له ۲۰۰۴ کال راهیسې یې کار پیل کړی و. مخکي یې له ملي تلوېزیون سره کار کاوه. طلوع کې یې ملګري وايي، توخي کوزده کړې وه او راتلونکې اونۍ یې د واده هوډ درلود.
غازي رسولي
د ۱ تلويزیون خبریال و چي له څلورو کلونو راهیسي یې له دغي رسنۍ سره کار کاوه. مور او پلار یې وړاندې مړه سوي او یوازې له مېرمني سره یې ژوند کاوه.
نوروز علي خموش
د ۱ تلوېزیون دغه ۲۴ کلن فوټوژورنالیست له یوه کال راهیسې له دغه تلوېزیون سره کار کاوه. واده یې کړی و او له مور او پلار او یوې خور سره اوسېده.
عبدالله حنانزی
د ازادۍ رادیو کي خبریال او وړاندي کوونکی و. ۵ کاله یې له ازادۍ رادیو سره کار کړی. د ننګرهار اوسېدونکی و، له یوه کال راهیسې یې واده کړی و خو بچیان یې نه وو.
محرم درانۍ
د ازادۍ رادیو خبریاله وه. دغه کابو۲۳ کلنه خبریاله له کابل پوهنتونه فارغه سوې وه چي تازه یې له ازادۍ راډیو سره کار پیل کړی و.
محرم درانۍ واده سوې وه او یو کوچنی ځني پاته سو.
سباوون کاکړ
نوموړي له پنځو کلونو راهیسې له ازادۍ سره کار کاوه. ۲۸ کلن سباوون درې کاله وړاندې واده کړی چې د بنیامین په نوم یو ماشوم یې یتیم سو.
نوموړی د هلمند ولایت اوسېدونکی و. د هغه ملګری او خبریال نسیم شفق وايي، سباوون خوشحاله او خندانه څېره لرله.
علي سلیمي
د مشعل تلوېزیون دغه ۲۰ کلن فوټوژورنالیست له کابو دوو اونیو راهیسې له دغه تازه جوړ سوي تلوېزیون سره کار کاوه. وړاندې یې په “جهان” تلویزیون کي کار کاوه. واده یې نه و کړی.
او سلیم تلاش
دې ۲۴ کلن خبریال له مشعل تلویزیون سره له یو کال راهیسې کار کاوه. د مشعل تلویزیون مشر وايي، تلاش یوه میاشت وړاندې کوزده کړې وه خو کورنی اقتصادي وضعیت یې ښه نه و. دی خواریکښ او د تخلص په شان یې هڅاند ځوان و.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون