د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ پرون وویل، جمهور رئیس امانوئل مکرون خپل ایراني سیال حسن روحاني ته پیشنهاد وکړ چي په اټمي موافقه کي باید د درې اړینو موضوع ګانو د ور زیاتولو په اړه خبرې وسي.
الیزې ماڼۍ ویلي، ولسمشر مکرون ویلي، چي د ایران د بالستیک توغندیو، له ۲۰۲۵ میلادي کال وروسته د ایران د اټمي فعالیتونو او په منځني ختیځ کي د اساسي شخړو مسئلې هم باید د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې په چوکاټ کې د راوستلو لپاره خبرې وسي.
خو د ایران ولسمشر جمهور رئیس مکرون ته ویلي دي چي اټمي موافقه باید په دقیق ډول هغه شان پاته سي، څرنګه چي اوس ده.
د ایران د حکومت ویاند ویلي، دي چي روحاني مکرون ته په ډاګه کړې ده چي تهران به له خپلو ژمنو ور اخوا نور محدودیتونه ونه مني.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون