د بلجیم په پلازمینه بروکسل کي د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د کنفرانس په څنډه کي په ناټو سازمان کي د امریکا سفیره کای بایلي هوچیسون خبریالانو ته ویلي، ایران او روسیه په افغانستان کي له هغو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، چي ملکي خلک په نښه کوي.
هغې زیاته کړې، چي په افغانستان کي یې له خپلو پوځي او نظامي مشرانو په دې اړه کره معلومات ترلاسه کړي دي.
د امریکا سفیرې ویلي، که دوی له افغان سولي سره مرسته نه سي کولای، نو له ترهګرو ډلو دې ملاتړ هم نه کوي.
تر دې مخکي هم امریکایي چارواکو ویلي وو، چي روسیه افغان طالبانو ته وسلې ورکوي، خو روسیې دا څرګندونې رد کړې دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون