د لوګر ولایت مرستیال والي قمر الدین شکیب د دولت د وسله والو مخالفانو په کمین کې وژل سوی دی.
چارواکي وايي، د لوګر مرستیال والي نن پنجشنبه د اپرېل ۲۶مه له غرمې وروسته له خپل یوه ساتونکي سره د دولت د وسله والو مخالفانو په کمین کې وژل سوی او موټر چلوونکی د ولایت ویاند ټپيان سوي دي.
ښاغلی شکېب د لوګر – ګردېز پر لویه لاره د وسله والو مخالفانو له کمین سره مخامخ سوی دی.
تر اوسه چا د دغې پېښې مسٔوولیت نه دی منلی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون