طالبانو په کندوز کي ۱۴ د ملي اردو سرتیري وژلي

د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې د ملي اردو ١٤ سرتېري وژل سوي دي.

د دشت ارچي ولسوالۍ اجرایه مدیر اسلام الدین ویلي، چي طالبانو په دغه ولسوالۍ کي پر امنیتي پوستو برید کړی دی، چي له امله یې ۱۴ سرتيري وژل سوي او پنځه نور ټپيان دي.

په دغه بريد کې ١٤ سرتېري وژل سوي او څلور نور ټپيان دي.

دده په وینا، وسله والو طالبانو د ملي اردو يو رينجر هم سوځولی، وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.

په دشت ارچي ولسوالۍ کي  د سيمه ييزو پوليسو يوې سرچينې هم ياده پېښه تاييد کړې، خو دواړو سرچينو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، پرون چي يې په ټول هېواد کي د الخندق په نامه عمليات پيل کړي، تر ١٣٠ زيات بريدونه يې کړي او لسګونه دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...