د هرات ولایت د ګذري ولسوالۍ ولسوال وایي، د دې ولسوالۍ څخه د طالبانو په نوم د سولي د پروسې سره یوځای سوي اوه کسان طالبان نه وه

دري ورځي وړاندي په هرات ولایت کي یو اوه کسیزه ډله چي خپل ځانونه یې طالبان او د سخي ګلنګ د ډلي غړي معرفي کول د سولي له پروسې سره یوځای سول او ادعا یې کول چي د همسایه هیواد له لوري پاریدلي وه تر څو د ټاپي پروژې په وړاندي خنډ جوړ کړي.

په هیواد او په ځانګړي ډول لویدیځه حوزه کي په زرګونه کسان د طالب په نوم د سولي له پروسې سره یوځای سوي خو بیا هم ورځ تر بلي جنګونه زور اخلي.

د هرات ولایت د ولایتی شورا یو شمیر غړي او خلک په دې اند دي چي ډیری دا کسان طالبان نه بلکي د طالب په نوم د سولي له پروسې سره یوځای کیږي چي په خبره یې دا د خلکو سترګو ته خاوره اچول دي.

د هرات ولایت د ګذري ولسوالۍ ولسوال هم ورته نظر لري او وایي، څو ورځي وړاندي په دې ولایت کي د ګذري ولسوالۍ څخه د سولي له پروسې سره یوځا سوي اوه کسان طالبان نه وه، بلکي د شخصي عواملو په خاطر د لنډ مهال لپاره غره ته ختلي وه.

دا په داسي حال کي ده چي د هرات ولایت د سولي شورا مشر بیا دا خبري نه مني او وایي، په دې ولایت کي د سولي له پروسې سره یوځای سوي ټول کسان طالبان دي او دوي د دې تر مخه چي د وسله والو سره د روغي جوړي خبري وکړي په اړه یې تحقیق کوي.

څو ورځي وړاندي په هرات ولایت کي یوه اوه کسیزه ډله د سولي له پروسې سره یوځای سوه چي ځانونه یې طالبان او د سخي کولنګ ډلي غړي بلل او ادعا يي کوله چي د همسایه هیواد ایران له لوري پاڅول سوي وه تر څو د ټاپي پروژې د عملي کیدو مخه ونیسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...