د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په یوه تلویزیوني خپرونه کي د وینا پر مهال وویل، چي د امریکا او روسیې ترمنځ د سړې جګړې د بیا پیل په صورت کي به پاکستان خپله بې طرفي وساتي.
ښاغلي اصف زیاته کړه، چي د امریکا او روسیې ترمنځ وروستۍ سړې جګړه پاکستان ته ډیر زیان اړولی دی او په بدل کي امریکایانو هیڅکله له پاکستان سره د یو متحد په توګه ریښتینی چلند نه دی کړی.
هغه دا هم وویل، چي پاکستان دا مهال د ترهګرو پر ضد په مبارزه بوخت دی او ټینګار یې وکړ چي هېواد به یې هیڅکله د نورو هېوادونو په جګړه کي برخه نه اخلي.
افغان او امریکایي چارواکي وایي، پاکستان د ترهګرو د ځالو پر وړاندي تر اوسه د پام وړ اقدامات نه دي کړي او د طالبانو د ډلمشرانو په ګډون د افغانستان ضد ترهګري ډلې لا هم په دغه هېواد په ازاده توګه فعالیت کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون