په تیرو ۲۴ ساعتونو کي پر کونړ د پاکستاني پوځیانو لخوا ۳۰۰ توغندۍ توغول سوي

د کونړ ولایتي چارواکي وايي، د پاکستان پوځ له تیرو څو ورځو یو ځل بیا د کونړ پر خاوره خپلو توپچي بریدونو ته زور ورکړی او یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د کونړ پر دانګام ، سرکاڼو او شلتن ولسوالیو له ۳۰۰ زیاتي د توپونو مرمۍ راویشتلي چي په دانګام کي یې ۲ کسه ټپیان کړیدي.

له دغو بریدونو زیاتو کورنیو خپلې مېنې پرې ایښي او نورو ځایونو ته تللي دي.

خلک وايي، پاکستاني ځواکونه ځکه د دوی کورونه او سیمې په توپونو ولي چي هغوی د ډیورند پرکرښه اغزن تارونه غځوي او هلته امنیتي پوستو ته ودانۍ جوړوي .

دغه بریدونه په داسي حال کي زور اخلي چي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خرابو سویو اړیکو د رغولو لپاره هڅې تندې سوي او د دواړو هېوادونو د تعلقاتو ښه کولو لپاره د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی کابل کي دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...