د ډېره اسماعیل خان امنیتي چارواکو وايي، د شنبې په شپه د ډېره اسماعیل خان په هډاله روډ د پولیسو د مشر ډاکټر محمد زاهد د موټرو پر کاروان بمي چاودنه وسوه چي لږ تر لږه ۳ پولیس پکښې مړه ۲۱ نور پکې ټپیان سول.
ډېره اسماعیل خان د خیبر پښتونخوا له مرکزه نژدې ۳۰۰ کیلومتره لوېدیځ ته پرته سیمه ده چي پنجاب او جنوبي وزیرستان سره نښتې پولې لري.
په دې سیمه کي تر دې مخکي پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو د مذهبي تاوتریخوالي پېښې هم سوي چې ګڼ شمېر کسانو ته پکښي مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادونې وړ ده چي تر دې دمه لا کومي وسله والي ډلي پر پولیسو ددغه برید مسؤلیت نه دی منلی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون