د سولي په برخه کي ښځو ته عامه پوهاوی

د افغانستان د سولي عالي شورا غواړي د سولي په برخه کي د جګړه ځپلو سیمو میرمنو ته عامه پوهاوی ورکړي او په دې برخه کي یې د هر ولایت لپاره د میرمنو لس کسیزه او دولس کسیزه شبکه هم جوړه کړې.

د افغانستان د سولي د عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي وایي، چي د سولي پروسې د غځولو او په دې برخه کي د لا ښه کار او فعالیت له مخي غواړي د هیواد ولایتونو، د ولسوالیو او لیري پرتو سیمو جګړه ځپلو میرمنو ته د سولي پیغام ورسوي او هغوی د سولي په برخه کي را ښکیلي کړي.

حبیبې سرابي چي کندهار ته یې سفر کړی او په یوه ورځني ورکشاپ کي یې ګډون کړی وایي، چي د هر ولایت په کچه یې لس او دولس میرمني د سولي د عالي شورا له لوري ټاکلي تر څو د عامه پوهاوي کچه پراخه کړي او هم د جګړو د لومړیو کرښو میرمني او هم هغه میرمني د سولي په ارزښت وپوهوي چي د کورنی نارینه غړي یي جګړه کوي او یا یي په جګړه کي قرباني ورکړي.

جګړه اوس د هیواد په ټولو ولایتونو کي سته خو ولسوالۍ او لیري پرتې سیمي تر ټولو زیاتي له جګړې اغیزمني دي خو په دي برخه کي د ښځو رول ته په خورا درنه سترګه کتل کیږي.د کندهار د ښځو چارو ریسه او د ولایتي شورا غړې وایي چي په جګړه کې تل میرمنو سخت زیانونه لیدلي دي او د جګړې یوه لویه برخه قرباني هم میرمني ورکوي، ځکه خو وایي چي د سولي په برخه کي د ښځو رول خورا ډیر او خورا زیات تاثیر لرونکی دی.

سوله چي اوس یې په اړه خورا زیاتي غونډي هم کیږي خو شنوونکي وایي، چي په افغانستان کي د سولي لپاره رواني هڅي د جګړې د کمزوري کولو لپاره ګټوري نه دي تمامي سوي ځکه خو وایي، چي باید د سولي راوستو لپاره له یوه داسي تګلاري څخه ګټه واخیستل سي چي رشتیا هم سوله رامنځته سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...