راپور: سید حمید هاشمي
نن چهارشنبه د نوي ۱۳۹۷ کال لومړی ورځ ده .
د کندهار والي تورن جنرال زلمی ویسا وايي، د نوي کال لپاره يې ځانګړي تدابیر نیولي دي تر څو خلک دغه ورځ په ارامۍ او خوشحالی ولمانځي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چي د امنیت د لا ټینګښت په موخه له امنیتي سرتیرو سره تر خپله وسه همکاري وکړي.
بلخوا د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانۍ وايي، چي د نوي کال د لمانځلو لپاره يې په ښار او ولسوالیو کي خپل سرتیري زیات کړي دي.
خو هغه وايي، د کندهار خاکریز لار د وسلوالو طالبانو لخوا په ماینونه پوښل سوي تر څو د میله والو او نورو کسانو د تګ مخه ونیسي.
هغه وايي، دغه لار د امینتي ځواکونو لخوا اوس د تصفیې په حال کي ده چي تر سبا پوري به ټوله لار له ماینو پاکه کړي.
کندهار ښاریان د نوي کال په راتګ سره د امنیت د لا ټینګښت غوښتنه کوي.
دوی هیله ښيي چي نوی کال به د نورو کلنو پرتله د ښه امنیت څخه برخمن وي او خلکو ته به د سولیز ژوند زمینه برابره سي.
دا مهال د ښار سړکونه او واټونه د هیواد په ملي بیرغونو پوښل سوي او د پولیسو لخوا امنیتي تدابیر زیات سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون