د ياد بنسټ له لوري د خبريال د ورځي به مناسبت يوه پروسه په لاره اچول سوې وه چي پکښي د افغانستان د بيلابيلو رسنيو د ۵۲ خبريالانو راپورونه و ارزول سوه.
پدې پروسه کي د بي سي سي خبریاله زمزمه نيازۍ د کال غوره خبریاله ونومول سوه او ۱۰ نور خبریالان تقدير سول.
د هيواد راډيو ټلوېزیون خبریال نقيب الله صديقي هم د غوره خبریال په توګه تقدير سو، ښاغلي نقيب الله صديقي په کندهار کي د ښځو لپاره د انلاين زده کړو څخه يو راپور تهيه کړی وو چي د دې پروسې له لاري غوره سو.
همداراز د طلوع نيوز، شمشاد، پژواک اژانس، اشنا تلوېزيون، ازادۍ راډیو او هشدار ويب پاڼي خبریالان هم غوره وبلل سول او ستاينليکونه ورته ورکړل سول.
دافغانستان د خبريالانو د مرکز لخوا دا پروسه په ۱۳۹۲ ه لمريز کال کي پيل سوې چي تر دې دمه يې ۵ خبریالانو ته د کال د غوره خبريالانو جايزې ورکړي چي ۲ يې د بي سي سي ، ۲ يې د امريکا ږغ او يو تن يې د اريانا نيوز څخه دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون