د زابل ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د رایه ورکوونکو د ثبت وروستي کارونه هم بشبړ سوي او په نوي کال کی به یې کار پیل سي 

راپور: نثار احمد څپاند

افغان حکومت اعلان کړی چي په راتلونکي لمریز کال کي به د ولسي جرګي او ولسوالیو شورا ګانو لپاره ټاکني ترسره کړي او په همدې موخه یو شمیر کارونه هم پیل سوي دي.

د زابل د د ټاکنو خپلواک کمیسیون ریٔس قدرت الله نقشبندي وایي، تر انتخاباتو مخکي د ثبت نام پروسه ترسره کیږي چي د ټاکنو پر شفافیت مستقیم تاثیر لري.

هغه چه د ثبت نام د کارکوونکو څخه د امتحان د اخیستو پر مهال یې له رسنیو سره خبري کولي وویل، چه دغه پروسه په دریو مرحلو کي ده چه لومړی به د ولایتونو په مرکزو کي پیل سي او په همدي موخه دوی له سلګونو کسانو امتحان واخیست او د دوی له منځه به ۱۲۰ تنه په مرکز کلات کی استخدام کړي.

یو شمیر کسان چه په امتحان کي یې برخه اخیستي وایي، دا ډول پروګرامونه که له یوې خوا د انتخاباتو پروسه کامیابه کړې له بلي خوا سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابروي.

دوی ټینګار درلود چه باید په مقرریو کي شفافیت موجود وي او د استعداد پر اساس خلګ وټاکل سي تر څو د ثبت نام پروسه په بریالیتوب ترسره سي.

د زابل ولایت د انتخاباتو د کمیسیون له خوا په داسي حال کي د ثبت نام لپاره د وروستیو امادګیو له بشپړوالي خبر ورکول کیږي چه خلک کاندیدان او نړیواله ټولنه پر خپل وخت د ټاکنو د ترسره کیدو غوښتنه کوي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...