د کندهار ولایت چي د حکومت د اوایلو څخه ورته کمه پاملرنه سوې او ددې ولایت خلک د بشپړي بریښنا، روغتیا، پوهني او نورو څخه سم نه دي برخمن سوي ور سره سم په دغه ولایت کي ډیري کمي بنسټیزي پروژې عملي سوي دي.
د سږ ۱۳۹۷ مالي کال په بودیجه کي هم د خلکو د استازو په وینا د کندهار سره توپیریز چلند سوی دی او لویي بنسټیزي پروژې یي له بودېجې څخه ایستل سوي دي.
د افغانستان د ولسي جرګې د مالي او بودیجوي کمیسون مشر محمد اعظم محسني وایي، چي رشتیا هم د لوی کندهار سره ځانګړی تعصب پالل کیږي ځکه خو یې لويي او بنسټیزي پروژي له بودیجې څخه ایستل سوي دي.
په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازی حمیدزی لالی هم وایي، چي د کندهار د ارغستان بند، د شنه نري بند، د معروف سړک، د ښوراوک سړک او ورته نوري لویي پروژې د یوه ځانګړي پلان له مخي له بودیجې څخه ایستل سوي، چي دا کار ورته د منلو وړ نه دی.
هغه وایي، چي د حکومت دا عمل د خلکو د ناراضه کیدو سبب کیږي.
د کندهار د اقتصاد ریاست نوی ریس ګل محمد ارین بیا وایي، چي په ۱۳۹۶ مالي کال کي یې یو شمیر د بیارغوني کوچنۍ پروژې عملي کړي، شاوخوا شپیته پروژې یې تر کار لاندي دي.
نوموړی وایي، چي د ۱۳۹۷ مالي کال لپاره یې د ۹۷میلونو ډالرو په ارزښت د اویا کوچنیو پروژو پلان ورکړی دی، چي تر اوسه یې لا د عملي کیدو او نه عملي کیدو په اړه معلومات نسته.
کندهار چي دا مهال پکښي کوچنۍ پروژې عملي سوي خو ددې ولایت په مرکز کي د حلقوي سړک، د باغي پل پر سر د یو بل پل جوړیدل، د ارغستان، شنه نري او دهلي بند جوړیدل، په کندهار کي د ورزشي کمپلیکس او ورته نورو پروژو د عملي کیدو سخته اړتیا لیدل کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون