د کندهار په میوند ولسوالۍ کي د ځانګړو عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، دغه مځکني او هوایي عملیات د د ځانګړو ځواکونو له خوا د میوند په سره بغل کي تر سره سوي، چي په ترڅ کي یې د کندهار لپاره د طالبانو نومول سوی قاضي هم وژل سوی.
هغه وايي، د دې عملیاتو پر مهال پنځلس وسله وال وژل سوي او ډیر نور یي ټپیان سوي دي.
ضیا دراني هیواد ټلویزیون ته وویل، چي په وژل سویو کي دوه طالب قومندانان د ملا جمعه خان او اسد په نومونو هم شامل دي.
ده وویل، د مځکنیو او هوایي عملیاتو پر مهال دوه چارج سرایونه، دیارلس کاریزونه، چي وسله والو ماینونه پکښي ځای پرځای کړي وه، یو فلډر موټر او دیارلس موټر سایکلونه تخریب سوي او دغه راز په دې عملیاتو کي مهمات او چوونکي توکي هم نیول سوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...