د کندهار او سپين بولدک ولسوالۍ ترمنځ د لويي لاري د جوړیدو چاري رواني دي

د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ د شاوخوا ۸۰ کیلو متره دوه طرفه سړک چي د جوړولو چاري مخکي پيل سوې او دا مهال یې یوه برخه کارونه هم پای ته رسیدلي دي.

دغه سړک د کندهار له هوايي ډګر څخه بیا تر تخته پل ولسوالۍ پوري د ۴۰ کېلو متره په اندازه د یو اعشاریه اووه میلیارډه افغانيو او شاوخوا نور ۴۰ کېلو متره يې، چي د تخته پل ولسوالۍ له مېل پله څخه بیا د سپین بولدک ولسوالۍ تر مرکزه رسیږي، د یو اعشاریه اووه میلیارډه افغانيو په ارزښت جوړیږي.

د کندهار او سپین بولدک ترمنځ د لویو موټرونو چلوونکي وایي، چي دا لاره به د تجارتي اموالو پر لیږد مثبت اغیزه وکړي.

د سپین بولدک ولسوالۍ اوسیدونکي هم ددي پراخ سړک پر جوړیدو خوښ دي او وایي، چي ددي سړک د جوړیدو سره به د سپین بولدک د خلکو په ژوند کي هم مثبت بدلون رامنځته سي.

ددي دوه طرفه سړک کار، چي د دوو شرکتونو لخوا پيل سوي، د نولس متره پراخوالي ترڅنګ نهه متره ګلدان لري او د دريو لويو پلونو او ګڼو پلچکونو سره په دوو کلونو کي په اساسي او نړیوال معیار جوړیږي.

ددي سړک یو انجینر وایي، د فوائدعامې وزرات له خوا یي کارونه ارزول کیږي او زیاتوي چي ددي سړک جوړولو په کار کي یې د سیمي خلکو ته لومړیتوب ورکړی دی.

د یادوني په توګه باید وویل سي چي سپین بولدک ولسوالۍ د کندهار څخه ټول کابو سل کیلومتره لیري له پاکستان سره پرته ده چي د هیواد په کچه یوه تجارتي ولسوالۍ بلل کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...