د دوی په خبره، په کندهار کي د زرګونو قراردادي ښوونکو معاشات چي له څو میاشتو راهیسي نه دي ورکړل سوي د پوهني په وزارت کي ځنډول سوي دي.
د کندهار ښوونکي وايي، په دغه ولایت کي د شاوخوا درې زره ښوونکو معاشات له تیرو شپږو میاشتو راهیسي بند پاته دي چي تر اوسه نه دي ورکړل سوي.
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وايي، د دغه ښوونکو د معاشاتو په اړه يې له مرکز سره خبري کړي په نږدې څو ورځو کي به ورته حواله سي.
دغه راز د کندهار د پوهني رئیس عبدالقادر پیوستون هم وايي، چي د وزارت سره یې دوامداره تماسونه نیولي تر څو د ښوونکو معاشات ژر ورته حواله کړي.
دی ډاډ ورکوي چي په شاوخوا دوو اونیو کي به د هغه ټولو ښوونکو معاشات ورکول سي چي څو میاشتي په وزارت کي د ستونزو له امله ځنډېدلي وه.
د پوهني ریاست وایي، د ښوونکو د معاشاتو تر څنګ وزارت د نورو توکو لپاره هم بودیجه نه ده ورکړې چي دلته یې د دوی چاري ټکنۍ کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون