د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کي هوایي ډګر ته څیرمه پر ایساف ځواکونو چاودنه سوې

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، چاودنه پر ایساف ځواکونو رامنځ ته سوې خو کومه مرګ ژوبله نه لري.

هغه وايي، کله چي دغه ځواکونو ته نور مرستندویه ایساف ځواکونه روان وه د دوه سوه پنځم اتل قول اردو قوماندانۍ مخي ته یې دوه تنه ملکي کسان په ډزو ژوبل کړي دي.

دی وايي، دغه دوه ژوبل سوي کسان اتل قول اردو ته وړل سوي او تر درملني لاندي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډله د چاودني مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...